د مارانو لوبول دي زلفى نه دي
په ځنځير د زړه تړل دي زلفى نه دي
دا ښوايه كبان دي چا په لاس نيولي
د ماهي په لاس نيول دي زلفى نه دي
________________________
غرغره كړم چا په دار د تورو زلفو
كه خوړلى يم ښامار د تورو زلفو
مار خوړلى به په دم او دارو جوړ شي
دم تعويذ نه لري مار د تورو زلفو
د زړګي پر ملا يى ټينګه غوټه راكړه
يار تړلى يم په تار د تورو زلفو
د صحت تمه د نه كوي له ځانه
چى پر زړه وخوري ګزار د تورو زلفو
له عالمه زړونه اخلي زړونه پلوري
ما ليدلى دى بازار د تورو زلفو
دلته لارى وركى كړي سترګورو
څوك به څه راځي په لار د تورو زلفو
لكه ډله پروانې شمعى ته راشي
زړونه څرخي پر مدار د تورو زلفو
كه د زړه له غوښو جوړ رته كباب كړي
وبه نه كړمه انكار د تورو زلفو