په كوكو ووتى له خپله كوره
ګوره د خپل وطن په مينه اوسه
كه په جنت سر ور دننه باسى
ټپي كابل له ياده ونه باسى
د خړ كابل په غم غمګينه اوسه
خير كه بنګړي دپه لاس نه دي پاتى
خو ته به سپينه لمن سپينه ساتى
لكه سپين غر داسى سنګينه اوسه
هلته مرمى نشته فتنى واريږي
لكه باران شيبى شيبى واريږي
سپينې د سپينو ښار كى سپينه اوسه!