بیا نه د رګورم
تا چې څومره ناز څومره نخرې وکړې
ما هومره د عا هو مره ښېرې وکړې
خير که ته پخپل حسن مغروره يې
د ا ټولې کيسې را ته ا ينې وکړې
پرېږد ه مرور دي مرور ګرځي
ذهن زړه مې داسې فيصلې وکړې
ما خو د رته سوال زا رۍ کول ګرا نه
تا په ما خندا را ته پېښې وکړې
غشو د فلک مې زړه سو ری کړلو
خو ار تقدير په ما څه ناکردې وکړې
ستا د تا ريخ ظلم به مې هېر نشي
خير که څو خبرې د ې پستې وکړې
خواردي شي خنجر چې درته بيا ګوري
يو ځلې کتو يې سل توبې وکړې