د قسمت وېش
په با غ کې د ګلونو مې د ګل د يدن ا رما ن
ګلونه پکې ډير دي خو شکول د ګلو ګرا ن
ګلو نو سره مينه د فطرت يو تقا ضا
خوکاش چې نه وای باغ کې داتورمخي غمازا ن
موسم کې د ګلونو چې بوراخوشاله نشي
څه خوند دهغه ګلوچې خوشحاله کړي زاغان
غوټۍ چې په خنداشي د ژړانم يې په سترګو
ارما ن يې پو ره نه وي په خند ا کې شي خزان
څه ژوند د دې دنيا د ې څه معنا دمحبت
څه ا ورد مينې زړه کې ا و څه ظلم د جا نان
ليلي د مينې شرط چې وينه توی دي مجنون کړي
ښکا ره يې کړله مينه هم د پيو مجنونان
که شرط ژړا فرياد وي خو ما ستا په د رکې وکړ
د ا نو رکه شرايط وي ته ئي کړي راته اسا ن
د ا شپه څومره اوږد ه شوه د صبا په طمعه طمعه
ستوري بې حسا به دي لمر نشته په ا سما ن
مزل باندې شو ستړي خو منزل نه معلو ميږي
ترڅو به سرګرد ا ن يو پدې دښته او بيا بان
خنجره د قسمت په وېش هيڅکله خفه نشي
خفه چه په قسمت وي هغه ډېر لوی وي نا دان