په زړه داغلی ګرځم
ستا غم ځپلی ګرځم
د خپل جانان کلي کې
اوس غلی غلی ګرځم
ته مسيحا يې بيا هم
زه درديدلی ګرځم
اوس دې هم لارې څارم
نه چې ناهيلی ګرځم
د بيلتانه په اور کې
تل سوزيدلی ګرځم
رقيبه ستا له لاسه
تل زورېدلی ګرځم
خوښ يمه ستا په عشق کې
ستم وهلی ګرځم
پښتو په تا مين يم
ځکه ښاغلی ګرځم