يو

ټول يو په خدای باندې مين ،
د ژوند حاصل مو يو دی
څه که بېړۍ مو بېلې بېلې دي ،
ساحل مو يو دی

ټول د احمد مصطفی په پل
پل ږدو سفر کړو
څه که مو لارې بېلې بېلې دي،
منزل مو يو دی !!

انوار وفي حيات
٩ / ٢ / ١٣٨٧
لکه چې تاسو دا شعر يو ځلې ارزولی دی . بيا يې نشئ ارزولی .
ټولې رايې : ٢٧٣
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :