د خپل ځان په وينو سور په بخت فقير دى
د پښتون په ټغر نوى نوى وير دى
ګاګر سري ماشومان يى وږي ناست دي
د راكټ په زور يى مات د كوټې تير دى
لكه چا وي دواړه سترګې ورتړلي
هم څښتن د استقلال دى هم اسير دى
په پرادى خوله يې باور په ځان يې نشته
د كتاب ټوپك تر منځ دومره توپير دى