مينه که رنځ

ما می يارته ګلان ونيول چی داسی ؟
دي ګلان پرمخ را وويشتل چی داسی !

ما وايل ورته چی زړه د له ماتور ردی ؟
دي ويښته د زلفو وښودل چی داسی

ما وايل ورته چی داغ پر زړه ږدې څنګه ؟
دي پرمخ خالونه وواهل چی داسی

ما وايل ورته چی ګل څنګه غوړيږي ؟
په غوسه شوه بيايې وخندل چی داسی

ما وايل ورته چی لمر څنګه راخيږي ؟
دي زلفان د مخ نه واړول چی داسی


ماوې بې له ما دې ژوند څنګه تيريږي ؟
دي په کټ کټ راته وخندل چی داسی

ما وايل ورته چی ړزونه څنګه وړې ته ؟
عجيبه غندی يې وموسکل چی داسی

ما وايل ورته چی مينه څنګه کيږي ؟
دي خواږه خواږه را وکتل چی داسی

ما وې تا نو ښکلول دې ميني زده دي ؟
دي غاښونه راته وچيچل چی داسی

ما وې څنګه دې زه وويستم له زړه نه ؟
دي بنګړي دې لاسه وايستل چی داسی

غنى الرحمان اخلاق
٧ / ١ / ١٣٨٨
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ٢٧٣
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :