زما د زړه هر يو پرهر کې ته يې
زما په شام او په سحر کې ته يې
هر چا ته ګورم په نظر د مينې
ځکه چې تل مې په نظر کې ته يې
ته هميشه زما ترڅنګ اوسيږې
هو همسفر مې هر سفر کې ته يې
راته خنديږې په ذره ذره کې
دکايناتو لر و بر کې ته يې
په ټول وجود کې مې حل شوى يې ته
هم مې په غم هم مې اختر کې ته يې
ولي به ناز په خپل نصيب نه کوم
ولاړ تر څنګ مې په محشر کې ته يې
د نفرتونو کډې نه راپرېږدې
ولاړ زما د زړه په در کې ته يې
مجنون ته ښکارې د ليلى په مخ کې
عيان منصور و ته خپسر کې ته يې
ولې به اور کې ګلان نه شنه کېږي
چه په زړه د ابن اذر کې ته يې