غزل

عشق می ونيسي تر غاړې پر ما کيږدي زنګون هسی
لکه شير خواره هوسۍ چی زړه يې وخوري لړمون هسی

يو يې ما له غيږې اخلي بل می يار له غېږې اخلي
اوس يې څنګه توپير وکړم مرګی هسی بيلتون هسی

زه او ته له نه کم يو ته ښايست زه ليونتوب کی
خاص زما او ستا په څير وو لايلا هسی مجنون هسی

که زما دې زړه له وينو دې پر مخ خالونه کيښول
دې جهان پرمخ به نه وي سره ګلونه زرغون هسی

خط پرمخ دې نګار راغی چی له ورايه معلوميږي
دې عاشق د مرګ فتوی ده ماته ښکاري مضمون هسی

ګلبڼ پاڼه پاڼه ګورم نه چی رنګ می له يار غلا کړي
څوک يې بې له ما کوی شي تفتيش هسی لټون هسی

زه می پل دې خان پر پله ږدم سيالي نه عبدالقادره !
خدای دې بيا موږ لره راکړي قلم توره پښتون هسی

واړه ګوته په غاښ پاتی هر چی ما لره نظر کا
بې اختياره له خولې ځي "اخلاق"هسی زيبون هسی

غنى الرحمان اخلاق
٨ / ١ / ١٣٨٨
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ٢٧٢
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :