غزل

رنګ د ګلاب چېرته لاړ؟
ها ستا شباب چېرته لاړ؟

حشر وو ، عابد ژړل
زما ثواب چېرته لاړ؟

ظلم پړي وشکول
خدايه عذاب چېرته لاړ؟

لاس کې ېي کچکول وينم
قلم کتاب چېرته لاړ؟

د ژوند د کتاب نه نن
د امن باب چېرته لاړ؟

حجرې د پښتون څه شوې؟
منګی رباب چېرته لاړ؟

ځاله يې زاغان لوټي
زور د عقاب چېرته لاړ؟

پښتو په دار خېژوي
ستا اضطراب چېرته لاړ؟

ستا لټون کې ورک وفي
خانه خراب چېرته لاړ؟

انوار وفي حيات
١٧ / ٢ / ١٣٨٨
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ٢٦١
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :