سوات; سوزېدلی جنت

ما ليدلې
ډلې ډلې
قافلې د انسانو
هم د حورو،
فرشتو،
هم د غلمانو
له جنت نه راوتلې.
چا به چيغې
چا سورې،
سلګۍ وهلې.
او چا ژړلې
چا خپلې اوښکې پټولې
شاته شاته به يې کتلې.
وارخطا وارخطا واړه
د دوزخ په لور روان و
ځکه چې نور يې
په جنت کې ژوندون ګران وو!

دجنت له شنو باغونو
شنې لوخړې راختلې.
هره ونه يې لمبه وه
ترې انسان رنګه دېوان
او شيشکې
وې چاپېره
اتڼونه يې اچول او
رنګ په رنګه ګډېدلې.

د زم زمو په چينو کې
د مظلومو انسانانو
سرې وينې بهېدلې
په کې تورې
انسان رنګه بلاګانې
لمبېدلې,
ګډېدلې,
خندېدلې.

شيطان رنګه انسانانو
د جنت هره کوڅه کې
شيطاني سندرې ويلې
او د خپلو
ورونو وينې
يې په مينه مينه څکلې!

دا هماغه انسانان وه
چه عظمت ته
به يې واړه
ملايکې ټيټېدلې.
ولې هاغه څه يې کړل نن
فرشتې لا څه چه
واړه
شيطانان ورته حيران وه!
هو! دا هاغه انسانان وه،
دا هماغه انسانان وه!!

انوار وفي حيات
٢٤ / ٢ / ١٣٨٨
ټولې رايې : ١٢٢
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :