سيال Pashto version

كه زه شوم په خپله خاوره باندي سيال
او پيدا مي كړ ژوندون د استقلال

بيا به هره بيديا زه ګلستان كړم
هر يو كاڼي به ياقوت شي يا به لعل

د يوي ورځي ژوند د زمري پرې معتبر دی
د سلو كلو ژوند څه كوې د شغال

د مشرانو په غيرت ژوند اړوند وينا ده
كه ميرويس وايي كه امان او كه ابدال

په هر كلي چي د علم رڼا راشي
دا ملت به بيا نشي په زوال

داسي حسن به پسرلي هم نه يي وركړی
لكه "ارين" به په قلم وركړي جمال

Najeebullah Aryan
najeebullah_afg@hotmai.com

Najeebullah Aryan
٢٧ / ٢ / ١٣٨٨
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ٢٩٥
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :