نه تېريږي تور ماښام
زغمی نه شم نور ماښام
غم مې داسې په زړه خپور شو
لکه شې چې خپور ماښام
ژړل اوګو ماشومانو
اورېدو مې شور ماښام
لېوني دي نه پوهېږي
راولي په زور ماښام
د سپوږمۍ نور به ستي کړي
د رڼا په اور ماښام
همېشه به تياره نه وي
د پښتون د کور ماښام
غم او نه کړې بيا به راشي
ها د ټنک ټکور ماښام
ما ليدلو ورروان وو
د غليم په لور ماښام
زما د عشق رڼا به اوخوري
ستا د ظلم و جور ماښام
خدای زما په زخمو کېښود
د اميد ټکور ماښام
وفي بيا غزل ويلو
خو د زړه په زور ماښام