تــيمــوره

د نـفاق لمبه دې وژنمه خپل سر جوړووم
كه دا شر وي په سل واره دغه شر جوړووم
تېر له سره تېر يــــــــم په پښتو بانــــدې
له ځانه تنـــــدرونو ته لوى غر جوړووم
مونږه ساتلى مونږ يې ساتو په سرو وينو
له شغنانه ترنيمروزه يوخيبر جـوړووم

ددې پــــر ځاې چه ســــره ميـــنه وكـــــړو
شوومه مجبور اوس بــه دې ښكر جوړووم
تــيمــوره داخــو دې ډېــر بد دي كــــړي
دويم مركزبه قندهار ياپېښـــور جــوړووم
رحما ني بس نور دغه خلـك په ټپو نه پوهېږي
زما ريښه وبــا سي زه يــې پرهــر جوړووم

نور ياسين رحماني
١٨ / ٣ / ١٣٨٨
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ٢٥٩
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :