راځـه طالبـه

له هر چا سره ګرځي په پيسو ښكلي
نكړي مينه نكړي دښارو ښكلي
څومره بې حيا دي ددې چم ښځې
يومېړه دشپې بل سره ګرځي په غرمو ښكلي
لا س مـــه وروړه شـيته بـــه شــي
چېــغې وهي ډك شي له غصو ښكلي
راځـه طالبـه بياچه په ارمان شو نـن
بيا دوربېنې واخلو ګورو په كوڅو ښكلي
افسوس رحماني څومره تنګ نظره يې
كله خوشيخان هم نيسي له سينو ښكلي

نور ياسين رحماني
٤ / ٤ / ١٣٨٨
ټولې رايې : ٢٦٢
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :