ساقي ډکه کړه پیاله زما د یار په تمه
زه د خزان په غیږ کي پروت یم د بهار په تمه
زما دا هیله به پوره شي دا یقین لرمه
ځکه هره شپه روڼه کومه د سهار په تمه
چي رالیږې تل ته انکار زما د لیکونو په ځواب کي
خو هره ورځ زه لیونی یم ستا د اقرار په تمه
دا مي باور دۍ چي به خبر د نیکمرغۍ واورمه
په دې ولاړ یم دغه لار کي د رویبار په تمه
کلونه تیر شول یو څو شیبې دي دا به هم تیري شي
زما انتظار هم انتظار شو د انتظار په تمه
زه ارین به تر هغو لرمه منصوري لیونتوب
څو مي دا ژوند نشي وسال د یوه دار په تمه