ته خو په ساده صورت آسانه د زړه ښکار کوې
هسې وخت برباد څله په ډول او په سینګارکوې
ونه دې چنار مخ دې ګلاب شونډې لعلونه دي
څنګه ښه په نیغ نیغه د زرکې ته رفتارکوې
قتل عام جوړیږي ستا دې ناز او نزاکت سره
وژنې ته له قصده او که کاردا بې اختیارکوې
لاس به زه وانخلم تر قیامته انتظار ځنې
څو پورې به مینې نه آشنا داسې انکار کوې
نږدې نصیحت له غوږزړګي طاهري پریده نور
ته هم د پښتون سره پخپل عزم ټینګار کوې
شکرالله طاهري