کله راته خاندي کله ژاړي دغه ژوند
رنګ بدلوي هروخت داسې ښکاري دغه ژوند
کله ډیر بدرنګ شي کله ښکلی خاپیری
کله مینه اوکله نفرت راوړي دغه ژوند
پریده چه آزاد شم د بی وفا د قید ځنې
نوربه څومره غم ګنې به شماري دغه ژوند
لاړ خون جګرشوه زړه د ا نتظارځنې
نور به څومره صبررانه غواړي دغه ژوند
ای د نامرادو کم بخت اجله چیرته یې
شپه او ورځ بس تا پسې مې ژاړي دغه ژوند
ګرځم سرببره او څیرې ګریوان طاهري
دې نه به بل کوم رسوایي راوړي دغه ژوند
(شکرالله طاهري )