غزل

توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو
خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو
بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره
ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو
بیا سرونه وربه کړي په مینه مینه پتنګان
شمع چې بل کړې ده یو اور نن په تودو سترکو
داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام خلکو !
څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو
په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه
نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو
وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور
خو وژني زما آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو
شکرالله طاهري

شکرالله طاهري
٢٢ / ٩ / ١٣٨٨
لکه چې تاسو دا شعر يو ځلې ارزولی دی . بيا يې نشئ ارزولی .
ټولې رايې : ٢٤٤
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :