غزل
پــه لباسي غوندي یاري تېروتم
لکه مــاشوم په ناپامي تېروتم
د جفا کارو پــــه تیاره دیار کي
زړګیه ډېر پــــــه اساني تېروتم
د اند ېښنو سېلاب پـر سر واخیستم
چي د نا اهلو پــه سیالي تېروتم
لکــه کمزوری بې عینکو نظـــــر
سـهار بیدار وم ماښامي تېروتــم
ځـــان یې وماتــه وو اشنا تراشلی
د غوړي ژبي پــــــــه نرمي تېروتم
نن یې حاضر مجلس تـــــه نوم ورښیم
چي د کوم چا په دوه مخي تېروتـــم
بقلم
عادل اڅکزی
چمن
۱۸می ۲۰۱۰م کال