لکه سپوږمی چې خپل رڼا دلمر نه پوُر اخلي
داسې مې زړه جانانه ستا په لیدو زُور اخلي
سرې شونډې ندي د آشنا راته ښکاري انګار
خوله چې پرې کیدمه نوټول بدن مې اُوراخلي
ستا د حسن غنم رنګ او بار راوړي دواړه
فصل چې پوخ شي خو لوُګرورپسې لوُراخلي
آخرسلګی کې د مجنون په خوله وه دا خبره
عا شقان پس لدې به زما له جنون شوُراخلي
په یو نظردې څنګه ستړی سترګې واړولو
سړی چې سترګې جنګوي دسترګو تور اخلي
سره اننګو یې په سپین مخ وهي شغلې دعشق
چې زخمې زړونه ترې په یو نظرټکور اخلي
د بې ګناهو په وژلو بې غیرت به ویاړي
پښتون سړی کله خپل ځان ته دا پیغور اخلي
چې په خندا دې طاهري تیردی دسراومال نه
رقیب به څنګه ستا په زړه کې ورنه کوُراخلي
شکرالله طاهري