جوړ د ډبرو

جوړ د ډبرو دي هیڅ جان نلري
مینه په زړه کې چې انسان نلري
هرچاته ګوري به د شک په سترګو
هغه پخپله چې ایمان نلري
نه به رسیږي په منزل د مقصود
څوک چې یقین باور په ځان نلري
هیچا ته نه دی پاتې شوی قدرت
د تل د پاره څوک فرمان نلري
ځانخرڅوي وطن ناموس به څه وي
هر هغه چاته چې وجدان نلري
چې دوطن په ورانۍ نه ځوریږي
داسې سرونه خو تاوان نلري
په هر دعا کې درته سوله غواړم
چا ویل چې طاهري ارمان نلري
شکرالله طاهري

شکرالله طاهري
١٣ / ٣ / ١٣٨٩
ډېره مننه . ستاسې رای حساب شوه.
ټولې رايې : ١٦٤
اوسط ستوري :
تاسې يې وارزوئ :