قــــلم په لاس کـــرښي باسم جـانانه تا یادوم
یــو ښـــه انــځــور دې جــوړوم جـانانه تا یادوم
مــــــنم ګــــناه ده یــو انځــــــــــــور جــــــــوړول
خو غــمجــــن زړه پي صــبروم جـانانه تا یادوم
داکمبخت زړه مي نه صبریږی ستاخبري غواړي
قیصـــي دي باربار ورته کـــــړم جـانانه تا یادوم
سترګي لګیادي په اسمان کي ستایادونه ګوري
په ګــــــوتو ســتوري شــــــمیرم جـانانه تا یادوم
سپیني ســپوږمۍ ته تر ســـهاره انتظار کومه
پــي دزړه تنده مـــــــــــــــــاتوم جـانانه تا یادوم
ســـهار بیا لاړســـــمه مسجــد ته عـبادت لپاره
تسـبيح په لاس کـــــــــــي اړوم جـانانه تا یادوم
تاته به یاد یمـــــــه (عابد) که دی هیرکــړی یمه
زه چــــه قـــــدم په قـــــــدم ږدم جـانانه تا یادوم
.عبدالجبارعابد