پتنګ د بلې شمعې يار دی
بلبل د ګلو خريدار دی
د ليلی دوه سترګې مجنونپېژني
د ازادۍ قيمت پښتون پېژني
پتنګ خو مينه په ګلزار نه لري
بلبل د شمعې سره کار نلري
پښتانه تيټ چا ته کتلی نه شي
د چا اثر لاندې کېدلی نه شي
پښتانه ټينګ عزم و همت لري
پخپل ناموس باندې غيرت لري
لکه زمری په ځای دننګ دريږي
په ځای د ننګ په وينو رنګ درېږي
پښتانه بيرته په شاتلل نه کوي
که سر يې غوڅ شي دروغ ويل نه کوي
نه د چا زر او نه پېسو ته ګوري
زوئ د پښتون د پلار پښتو ته ګوري
پښتون د بدو نه بېزاردی
پتنګ د بلې شمعې ياردی
پېسه په ښه سترګه قارون پېژني
د ازادۍ قيمت پښتون پېژني
پښتانه لوړ دي لوړ کارونه کوي
تل پېروي دوی دنيکونو کوي
نه په پيسو چاته اورمېږ نرموي
نه د خپل ګور مړي په ګور شرموي
نه سپک حالت، نه بېباکي خوښوي
تل ازادي او خپلواکي خوښوي
د چا د لاس لاندې ژوندون نه کوي
داسې ژوندون زوی د پښتون نه کوي
له خپله حقه تېرېدلی نه شي
دغلامۍ نوم قبلولی نه شي
اوس پوهېدلی دی پوهېږي پښتون
د چا په مکر نه غوليږي پښتون
پښتون د تورې طرفدار دی
پتنګ د بلې شمعې يار دی
نه د بل چا رسم او قانون پېژني
د ازادۍ قدر پښتون پېژني
د پښتون خټه د غېرت ځني ده
ډکه له ننګ او شجاعت ځنې ده
پښتانه چاته خپل بدل نه پريږدي
ځان د دنيا مخکې خجل نه پرېږدي
د زهرو ګوټ څوک هضمولې نه شي
حق د پښتون څوک ستنولی نه شي
په خپل وطن پښتانه سر ورکوي
دصورت غوښې په سنګر ورکوي
د جنګ په لوبه ازموده دی پښتون
نه کوي څنګ با تجرته دی پښتون
زمونږ پلروته دا اساس پاتې دی
توره لو سپر مونږ ته په لاس پاتې دی
هريو پښتون د بل نه جار دی
پتنګ د بلې شمعې يار دی
يو اتفاق او يو تړون پېژني
د ازادۍ قيمت پښتون پېژني
الهي ته شي نګهبان د پښتون
نه کړې زوال قوم او نښان د پښتون
همه د علم خاوندان کړې ربه
په خپل کرم يې عالمان کړې ربه
ګوندۍ نفاق نه په امان کړې پښتون
د اتفاق په لور روان کړې پښتون
څوک جې یښتون په بده سترګه
ګوري بدۍ مخ دې شي د ده په لورې
زه ملنګ جان يم پروانه د وطن
سر مې د ايښی نزرانه د وطن
خدايه لوګی می کړې په لار د وطن
چې عاشقانو کې شم شمار د وطن
ډک مې له درده دا ګفتار دی
پتنګ د بلې شمعې يار دی
د مريض نبض افلاطون پېژني
د ازادۍ قيمت پښتون پېژني