ملنګسيالي د ملنګ جان نوم سره نختې د شعرونو سيالي ده. په دې سيالۍ کې شاعر يو شعر
ليکي او خلکو ته يې د ارزولو لپاره وړاندې کوي. لوستونکي ارزول د ستورو د ورکولو له
لارې کوي . يو لوستونکی يو شعر ته يواځې يو ځلې ستوري ورکولی شي. د ستوري په ورکولو
سره د هغه درجه سره د هغه د کمپيوټر پتې ملنګ جان سره خوندي کيږي . له دې نه وروسته
دغه کتونکی بيا نورو شعرونو ته ستوري ورکولی شي.د ملنګسيالۍ اداره د يو شعر يا شاعر په ړنګولو کې بشپړه ازادي لري. شاعر د ړنګولو لامل پوښتلی شي خو د څرګندولو حق او واک يې يواځې ادارې سره دی.
په ملنګسيالۍ کې برخه اخستلو لپاره بايد تاسې خپل ځان ملنګ جان سره ثبت کړئ . د ثبت لپاره بايد تاسې يوه ريښتيني بريښناليک پته ولرئ. د ثبت نه وروسته تاسې ته ستاسې د ورکړل شوې بريښناليک پتې باندې يو پټ لينک درليږل کيږي . د هغې لينک په کليک کولو يا په خپل browser کې د هغې لينک د رااړولو نه وروسته ستاسې د شاعرۍ اکاونټ فعال کيږي . هغې نه وروسته تاسې د خپل نوم او شفر په کارولو سره هر مهال نوی شعر ارزولو ته وړاندې کولی شئ.