امان الله سېلاب ساپی ،
كابل - باغبان كوڅهنن د خيال اسپكی بيا په
تيندكو دى
په زړګي باران د غم د مردكو دى
ديد مې كم تر ماښامي ښاپيركو دى
او تر ستوني مې بيا ګوټ د اغزكو دى
د سرور په ماڼۍ جوړه زلزلـه ده
د غمونو د دردونو ګرد لـه ده
اميد كړيكې كړي، آرزو ده په ماتم كې
هوش هوس انجه پنجه دى په دې غم كې
بلبلان په چيغو سردي په حرم كې
ګړنګونه دي د خيال په هر قدم كې
ساقي نشته ميخانه كې خاموشي ده
بې شرابو په محفل كې بې هوشي ده
په محفل كې ګنګوسی د لېږدېدو دى
په ګلشن غږ د خزان د لګيدو دى
نن مې بيا په غوږ جرس د بېلېدو دى
د اشنا كوچ خو رشتيا په بارېدو دى
لرو بر د پريشانو مسابقه ده
غوره كړې يا رد بل موافقه ده
منګی مات رباب شكېدلى محفل سوړ دى
د دوكړې او ډول زړګى لـه غمه ګوړ دى
د شپيلۍ په ملاله غم نه سورى جوړ دى
د مطرب زړګى لـه هرې مېلې موړ دى
زګيروى خيژي د باجې هرې پردې نه
غاټول داغ په ټټر وخوړ لـه همدې نه
ليلا ژاړي د مجنون كډې بارېږي
زړه مې ډك شو رود د اوښكو نه ودريږي
په آرزو باندې د غم كاڼي وريږي
د اميد ځواني بې وخته قربانيږي
يو قيصر د ملنګۍ په نوم روان دى
په زړه داغ يې د آزاد پښتونستان دى
يو امين وچې دويم نوم يې ملنګ و
ملنګ كله و د قام په غم كې رنګ و
دى رښتيا د آزادۍ عاشق پتنګ و
عاشقۍ سره بيا سرترسره ننګ و
د وطن ننګ او ناموس دده آرزو وه
بده ورځ يې په پښتون كله پېروزه وه
فيلسوف نه و، شاعر د زمانې و
په پښتو ژبه ساقي د پيمانې و
جره باز د خوشالخان داشيانې و
تصوف كې د رحمان لـه خېلخانې و
د ملي ادب د بڼ قوي سالار و
د پښتو د آهنګونو استاكارو
د قام مينه كې يې منلې قرباني وه
شاعري څه وه په زړه حكمراني وه
د جذبو جو په يې لامخكې آسماني وه
استعمار سره دده پهلواني وه
ځواني مرګ لـه دنيا لاړې لـه آرمانه
په جنت كې شې خوشحاله ملنګ جانه